د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ د روان کال په تېرو نهه میاشتو کې هندوستان ته د ۱۵۹ میلیونه دالرو پر ارزښت صادرات شوي، چې زیره، اینجه، زعفران، پیسته او طبي نباتات ستره برخه ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي؛ په تېرو ۹ میاشتو کې له هندوستان څخه د ۲۹۱ میلیون دالرو پر ارزښت واردات شوي، چې ېره برخه یې درمل، بوره او ځیني نور سوداګریز توکې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ويلي؛ هڅه کوي، چې له هندوستان سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته نوره هم پراختیا ورکړي.
د صنعت او سو داګرۍ وزارت زیاتوي؛ په روان کال کې د نږ دې ۴۵۰ میلیو ن دالرو پر ارزښت د دواړه هېوادو نو ترمنځ سوداګرۍ شوې.
د خصوصي سکتورغړي وايي؛ که د هندوستان لهخوا افغان سوداګروته اسا نتیاوي برابرې شي، د دواړه هیوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو پورې ورسيږي.
د خصوصي سکتور غړي وايي، چې دمګړۍ له هندوستان سره د هوايي د هلیز، د پاکستان د واګې بندر او د ایران عباس بندر له لاري سوداګري روانه ده.