د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې؛ د امنيتي ادارو د باصلاحيته استازو په حضور کې د امنيتي ارګانونو ترمنځ د وظيفوي تداخل پر موضوع هر اړخيز بحث وشو.
همداراز د لا زياتو معلوماتو په موخه، د کمېسيون غړو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د يادې موضوع په اړه د لا زيات وضاحت لپاره ډېر معلومات راټول او راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.