د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان محترم ملا رحمت الله محمد اکا، د کندز د والي مرستیال ښاغلي مولوی حبیب الرحمن صهیب او د یاد ولایت یو شمېر مسوولینو او مجاهدینو سره وکتل.
په پيل کې محترم ملارحمت الله محمد اکا د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د کندز ولایت د ټولنیز، امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه راپور او د یاد ولایت د خلکو ستونزې د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان د بهرنیو اشغالګرو پر ضد د جهاد او د اسلامي نظام د دوباره واکمنېدو په برخه کې د کندز ولایت د خلکو او مجاهدینو د کوښښونو او سرښندنو یادونه وکړه او وې ویل، د دې ولایت خلک او مجاهدین به د تل په څېر د اسلامي نظام ملاتړي وي.
نوموړي همدارنګه د ښوونې او روزنې، دیني مدرسو، روغتیا او مواصلاتي لارو په برخو کې د خلکو ستونزو ته په اشارې د اسلامي امارت مسوولینو څخه وغوښتل چې د پورتنیو ستونزو د حل لپاره په کندز ولایت کې پراختیایي پروژې تطبیق کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال په هیواد کې د اشغال د خاتمې او اسلامي نظام د دوباره حاکمیت په موخه د دې ولایت د خلکو هڅې او سرښندنې وستایلې او وې ویل، ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د کندز مجاهدینو په وروستیو شلو کالو کې داسې صحنې ایجاد کړې چې په تاریخ کې کمسارې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هیواد د ابادۍ او پرمختګ په موخه د پراختیایي پروژو تطبیق مهم وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په کتو په ټول هیواد کې دا پروژې تطبیق کړي.