یاده پروژه د لغمان ولایت والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي، د لغمان ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي فیض محمد حقاني او یو شمېر ځایې اوسیدونکو په شتون کې پیل شوه.
د یادې ویالې د پخولو چارې د 5 کیلومتره په اوږدوالې، یو متر سور او 70 سانتي متره ژوروالې سره د FAO مؤسسې په مالي ملاتړ د الیاس افغان ساختماني شرکت له لوري د 9 میاشتو په موده کې ترسره کېږي، چې د ویالې د تحکیم لپاره جالۍ هم پکې لګول ګېږي.
د یادولو وړ ده، چې یاده ویاله د 5000 جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او ددې ویالې په مسیر کې به یو ترناب او دوې پلچکې هم جوړي شې.