د ا فغانستان د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د بدخشان، هرات، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو له علماء کرامو، والي صاحبانو او نورو نظامي او ملکي مسولینو سره ولیدل.
مجلس د قران کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د اسلامي امارت زعیم امیرالمومنین حفظه الله تفصیلي علمي او هر اړخیزه وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې مسولین خپلو ورسپارل شویو دندو ته متوجه کړل، امیرالمومنین حفظه الله د خپلې وینا په یوه برخه کې د مجلس برخوالو ته وویل: په تیرو شلو کلونو کې د ولس د اذهانو په تخریبولو کې زیات کوښښ شوی، اوس د علماء کرامو او د اسلامي امارت د مسولینو دنده جوړیږي چې د ولس د اذهانو د تنویر لپاره شپه او ورځ کار وکړي، خلګو ته باید اسلامي نظام ور وپیژندل شي او په اصولو یې اګاه کړل شي. امیرالمومنین حفظه الله وویل: د اسلامي امارت مسئولین باید لومړی خپل ځانونه اصلاح او په شریعت برابر کړي، له تکبر او غرور څخه ځانونه وساتي، له قومیت، منطقه پرستي او انډیوالي پاللو څخه ځانونه لرې وساتي او کار اهل کار ته وسپاري. نوموړي زیاته کړه: د ولسي خلګو مشکلات د امکان په صورت کې حل کړئ، وخت ورکړئ او دروازې یې پر مخ مه بندوئ. امیرالمومنین حفظه الله وویل: د خپلو نورو مسئولیتونو ترڅنګ د هیواد ابادۍ او ترقي ته زیاته توجه وکړئ، له خپلو شته امکاناتو استفاده وکړئ، په ځانګړې توګه د عام المنفعه تاسیساتو جوړولو ته زیاته توجه وکړئ.امیرالمومنین حفظه الله د خپلې وینا په اخر کې وویل: دښمن په نظامي ډګر کې ماته خوړلې، خو په تبلغاتي میدان کې اوس هم زیات کوښښ کوي چې ذهنونه په تشویش کې واچوي، په موجوده اسلامي نظام یې بې باوره کړي، مسئولین او عام ولس باید د دښمن دسیسو او شومو پلانونو ته متوجه وي او د دښمن په تبلیغاتو تیر نه وزي. وروسته د مجلس ګډون والو علماء کرامو او مسئولینو، د خپلو ولایتونو د فعالیتونو د بیانولو ترڅنګ د خپلو سیمو مشکلات هم شریک کړل، علماء کرامو او مسئولینو ژمنه وکړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرامینو او احکامو عملي کول خپله وجیبه بولي، پوره هڅه به کوي چې د مجاهدینو او عام ولس د اذهانو د تنویر لپاره به کارنده ګامونه واخلي. مجلس د دعایي په ویلو سره پای ته ورسید.