د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له یو شمېر علماؤ او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو علماؤ د اجتماعي، امنیتي، ښوونې او روزنې، روغتیا او د دیني مدرسو د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء د اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د فاریاب علماؤ او مشرانو د اسلامي نظام دوباره استقرار الهي موهبت او نصرت وباله او زیاته یې کړه، د فاریاب علماء او خلک به په هر ډول شرایطو کې په هیواد کې له اسلامي نظام ملاتړ وکړي.
دوی ښوونه او روزنه او معیاري دیني مدرسې د فاریاب ولایت د خلکو اساسي اړتیاوې وبللې او د اسلامي امارت له مسولینو یې وغوښتل چې یادو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له دغو علماؤ او مشرانو سره پر کتنې خوښ شو وې ویل، له اسلامي امارت څخه د خلکو، علماؤ او مشرانو ملاتړ د اسلامي نظام د مسوولینو د خوښۍ او د دین او وطن د دښمنانو د ویرې او ډار لامل دی چې د اسلامي نظام مسوولین یې قدرداني کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان خلکو ته د دیني او عصري علومو په برخه کې ښوونې او روزنې ته د زمینې برابرول د اسلامي امارت له تعهداتو وبلل او زیاته یې کړه، مسوولین به په دې برخه کې هیڅ راز هڅې دریغ نه کړي.