د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د نورو په استازیتوب شریفي بلخابي خبرې وکړې وې ویل، دا یوازې په اسلامي نظام کې ممکن دي چې د مسؤولینو دروازې تل له تبعیض پرته د ملت پرمخ خلاصې دي او خوشحاله یو چې خلک د نظام له چارواکو سره مخامخ خپلې ستونزې شریکوي.
نوموړي دغه راز د سرپل ولایت د اوسېدونکو په ځانګړي ډول بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کېندونو او پکې د ځايي اوسېدونکو د کارکولو په اړه خپل وړاندیزونه او ستونزې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د سرپل له مشرانو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د سرپل د خلکو ستونزې به حل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي نظام د خلکو لپاره د هغوی په ملاتړ او خوښه رامنځته شوی چې موخه یې د خلکو خدمت دی.