د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رئیس محترم مفتي انعام الله سمنګاني په مشرۍ، د مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د افغانستان بانک له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د ۱۴۰۱ هجري لمریز مالي کال د راپور د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د یادو ادارو مسوولین دې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د مالي کال راپور له رسنیو او ولس سره د مطبوعاتي کنفرانسونو له لارې شریک کړي.