د ٣٤ ولایتونو محترمو والیانو ، امنیه قومندانانو او د کورنیو چارو وزارت اړوند ټولو جزوتامونو ته!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
لکه چي ولیدل شول هیواد یوې نسبتا شدیدې زلزلې ولړزاوه چې ممکن له امله يې په ځينو سیمو خصوصا شمالي ولایتونو کې احتمالی تلفات رامنځته شوي وي.
لهذا د کورنیو چارو وزارت له لوري ټولو اړونده مسؤلینو ته ځانګړی هدایت ورکول کیږي چې په متضرره سیمو کې په خپلو شته امکاناتو سره د متضررینو لاس نيوی وکړي او خپل لاس لرلي امکانات د هغوی په خدمت کې ورکړي.
والسلام.
د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین(حقاني)