د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.
د غونډې په آجندا کې د شاملو نورو موضوعاتو تر څنګ د جهادي ارزښتونو د ساتنې پر طرزالعمل هم بحث وشو.
په پای کې د جهادي ارزښتونو دا طرزالعمل له تدقیق، څېړنې او مطالعې وروسته د یاد کمېسیون لخوا تاييد او منظور شو.