د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون پر غړو سربېره د انرژۍ او اوبو وزارت باصلاحیته استازو هم حضور درلود، د ۱۴۰۲ کال د مالي پلان، بودجې او تشکیلاتو ترڅنګ د یاد وزارت د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې وڅېړل شوې او په اړه یې هر اړخيز بحث وشو.
همداراز ټینګار وشو چې ادارې دې له تشکیلاتي پړسوب او وظیفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي. د غونډې په پای کې لازم تصمیمونه ونیول.