د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال یې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرکېلې ډېرولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د طبيعي بوټو څانګې مدیر انجنير محمداسلم بشردوست وایي، د یاد ریاست له لوري درې کاله وړاندې په هلمند کې په تحقیقي ډول انجه وکرله او په وینا يې، ډېره ښه پایله يې درلوده او هڅه مو پیل کړې چې سږ کال په هلمند کې د انجې کرلو ته خلک وهڅوو.
نوموړي وویل، د دوی څېړنو ښودلې چې د هلمند آب وهوا د انجې کرلو لپاره ډېره مناسبه ده او هیله ده چې لا ډېر بزګر دغه بوټی وکري.
نوموړي وویل، د انجې بوټی چې یو ځل وکرل شي نو ۲۵ کاله حاصل کوي.
په ورته وخت کې، د هلمند ولایت یو شمېر کروندګر له کرنې ریاسته غواړي چې د انجې کرلو په برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د یادونې ده، په هلمند کې له کلونو راهیسې کوکنار ډېر کرل کېدل چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د یاد بوټي په ګډون د هر ډول نشهيي توکو پر کرکیلې، پېر او پلور بندیز ولګېد. د کرنې وزارت او کروندګر اوس د کوکنارو د بدیل کښت موندلو په لټه کې دي.