د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ د باصلاحيته او مسلکي استازو په حضور کې ترسره شوه؛ د ۱۴۰۲ کال تشکيل، مالي پلان، د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ مالي کال ثابت عوايد، د ۱۴۰۱ کال کړنې، د ازادې سيالۍ له لارې له تخنيکي او مسلکي بستونو څخه استفاده، امتيازي معاشونه، NTA او په ۱۴۰۱ کال کې د يادې ښاروالۍ بالمقطع سهيمه وارزول شوه او پرې هر اړخيز بحث وشو.
د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون له لوري ټينګار وشو، چې د ازادې سيالۍ له لارې د مسلکي او تخصصي کارکوونکو ګمارنې، په دقیق او شفاف ډول د عوايدو راټولولو، پاکوالي، شنه کولو او کابل ښاريانو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو ته دې جدي پاملرنه وشي او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.