د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د کابل والي شيخ محمد قاسم خالد سره وکتل.
په دې کتنه کې، د کابل والي د حکومتولۍ څرنګوالي راپور او د دې ولايت د خلکو ستونزې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته وړاندې کړې او د دې ولايت اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره يې د اسلامي امارت د مقاماتو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
نوموړي همداراز د رياست الوزرا اداري معاونیت څخه وغوښتل، چې د مجاهدينو د سرنوشت ټاکلو او د ادارو د ستونزو حل ته دې هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال د نوموړي د خبرو او وړانديزونو تر اورېدو وروسته وويل، د اسلامي امارت مسؤولين په هره کچه د افغان ملت خدمت او ستونزو حل ته تيار دي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ژمنه وکړه، چې په ټولو برخو کې به د دې ولايت د خلکو ستونزو ته رسيدګي او د حل لپاره يې اقدام وشي او زياته يې کړه، د روان کال په تشکيل کې به د ادارو ستونزې حل شي.