د افغانستان بانک مسوولینو، نن چهارشنبه (۱۶ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس، احمد جواد سداد وویل: د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشت کې د تورم نرخ ۳.۵ سلنې ته رسېدلی وو؛ په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ کال په ورته میاشت کې ۱۵.۳ سلنه وو. همدارنګه په ۱۴۰۱ کال کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱.۰۱ سلنه زیات شوی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۳.۸۶ سلنه کم شوی وو.
د ښاغلي سداد په خبره، په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ټولیز ډول ۸ میلیارډه او ۶۸۳ میلیونه او ۲۴۴ زره او ۴۱۹ افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۵۹.۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د افغانستان بانک مسوولین زیاتوي، د بلومبرګ په راپور کې د نړۍ د ۹ بهترینو او ۹ بدترینو پولي واحدونو څېړنه شوې، چې له نېکه مرغه افغانۍ د ۹ بهترینو پولي واحدونو په ډله کې راغلې ده.
د مسوولینو په وینا، په وروستي یوه کال کې د افغانستان بانک د هېواد د ارزي ذخایرو په مدیریت سره، د بازار د اړتیا وړ اسعارو ضرورت پوره کړی او هڅه کوي چې د هېواد د ارزي ذخایرو د ازادېدو له لارې، د مالي او بانکي سکتور د پیاوړتیا برخه کې اغېزناک ګامونه، پورته کړي.
د بانکي سکتور مدیریت د ستراتېژیک پلان ترتیب، د حقوقي اسنادو بیاکتنه، د جواز لرونکو بانکونو له فعالیتونو نه دوامداره څارنه، په سوداګریزو بانکونو کې له شخصي حسابونو څخه، د پیسو اخیستلو برخه کې د محدودیتونو لرې کول او د بانکوالۍ نظام د ښه والي په موخه د امریکا د متحده ایالاتو له خزانې وزارت څخه د ۱۴، ۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۸، ۱۹ او ۲۰ شمېرو جوازونو ترلاسه کول، په وروستي کال کې د افغانستان بانک له مهمو اجرااتو څخه دي.
مسوولین زیاتوي، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ سیستم د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان بانک په چوکاټ کې د اسلامي بانکوالۍ کمېټه رامنځته شوې او په همدې برخه کې طرحې او حقوقي اسناد ترتیب او له سره کتل شوي دي. دغه راز په هېواد کې د غیر بانکي چارو د تنظیم، مکانیزه کولو او ښه مدیریت په هدف، د افغانستان بانک لخوا، هر اړخیزه طرحه چمتو او د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت کابینې ته استول شوې ده.
په تېر یوه کال کې د افغانستان بانک، د نافذه قوانینو په رڼا کې د اسعارو له قاچاق او پیسو مینځلو څخه، مخنیوی کړی او په دې برخه کې یې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، اړوندو نړیوالو سازمانونو ته د خپلو اجرااتو راپور هم لېږلی دی.
د افغانستان بانک مسوولین وایي، په مرکز او ولایتونو کې د نقدینګي د مدیریت په منظور یې د معقولو طرحو په پلي کولو سره اغېزناک ګامونه اوچت کړي، چې په ترڅ کې یې د وروستي یوه کال پر مهال، ۳ میلیارډه او ۱۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شوي او په همدې کال کې ۱ میلیارد او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ توزېع شوي او مندرس بانک نوټونه هم راټول شوي دي.
د مسوولینو په خبره، د غیر بانکي سکتور د څارنې سیستم او د منقولو جایدادونو د ګروۍ حقوقو ثبتولو سیستم رامنځته کول، د مرکز د بانکوالۍ د سیستمونو نوي کول او سویفت سیستم د خوندیتوب لپاره د اړینو سایبري تدابیرو نیول، په ۱۴۰۱ مالي کال د افغانستان بانک له نورو له لاسته راوړنو څخه دي.