د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غونډه ترسره شوه.
د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غونډې د کمېسیون د اجنډا پر متفرقه موضوعاتو او همدارنګه د مالیې وزارت د باصلاحیته او مسلکي استازو په ګډون د ۱۴۰۲ مالي کال بودجې د اصولنامې په اړه هراړخیز بحث وکړ او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.