د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غونډه ترسره شوه.
د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غونډې د کورنیو چارو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو د باصلاحیته او مسلکي استازو په ګډون د یادو وزارتونو د تشکیل سقف، مالي پلان، د امتیازي تنخواګانو سهمیه، NTA او بالمقطع په هراړخیز ډول وارزول او د تشکیلاتو او مالي تخنیکي کمېټو نظریاتو ته په پام لازم تصمیمونه ونیول شول.