د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون محترمو غړو او د مالیې وزارت د ګمرکونو معین محترم حاجي ملا ناصر اخوند او مسلکي کارکونکو حضور درلود.
په پیل کې د مالیې وزارت د ګمرکونو معین د تېر کال د عوایدو او هدف په پرتله د حقيقي، مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو او ګمرګي محصولاتو راټولو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.
همداراز په غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې، بودجوي کوډونو او په راتلونکي کال کې د کسر د رفع کولو په اړه هراړخیز بحثونه ترسره او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.