د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو، نن دوشنبه (۲۱ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست، الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په دې خبري کنفرانس کې وویل: په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د حیرتانو، آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې په ټولیز ډول ۴ میلیونه او ۶۷۳ زره او ۹۲۹ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې د تېر کال پرتله، ۳۶ سلنه زیاتوالی ښیي.
د ښاغلي شرافت په خبره، په هېواد کې د انتقالاتو بهیر د ښه مدیریت له لارې، مجموعاً ۳ میلیارډه او ۱۸۸ میلیونه او ۸۰۰ زره او ۱۳۲ افغانۍ عواید، راټول شوي دي.
د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د چارواکو په وینا، په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د هېواد د بندرونو له لارې په ټولیز ډول ۱۲۴۹۲ مټریک ټنه صادرات، ۲۵۳۶۰۳ مټریک ټنه ترانزیت او ۴۴۰۷۸۳۴ مټریک ټنه واردات تر سره شوي، چې لویه برخه یې وچې او تازه میوې، خوراکي توکي او معدني ډبرې وې.
دغه راز ښاغلي شرافت زیاته کړه، وروستي یوه کال کې د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا، اقتصادي دهلېزونو رامنځته کولو او د افغان ټرانس پروژې د تطبیق مقدماتي پړاوونو د پیل لپاره، د اوزبیکستان، پاکستان او ایران هېوادونو ته، رسمي سفرونه شوي دي.
د دې ادارې چارواکي وایي، د حیرتان – مزار شریف د خدماتي او انتقالاتي چارو قرارداد چې مخکې له اوزبیکستاني ټرانس سوګدیانا شرکت سره د ۳۲ میلیون ډالرو په مجموعي ارزښت شوی وو؛ د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، دغه قرارداد له همدې شرکت سره په، ۳.۷ میلیون ډالره (۷۰ سلنه تخفیف) لاسلیک شو.
چارواکي زیاتوي، په وروستي کال کې د اوزبیکستان او پاکستان هېوادونو له تخنیکي ټیمونو سره اړینه همغږي شوې ده، چې پایله کې یې د افغان ټرانس پروژې د مسیر ابتدایي سروې تر سره او تمه ده، چې د دغې مهمې پروژې د تطبیق چارې چې د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې له جنوبي اسیا سره نښلوي؛ ژر پیل شي.
د چارواکو په خبره، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د ځینو برخو ترمیم، د آقینې- اندخوی د اوسپنې پټلۍ چارو بشپړېدل او د ترکمنستان هېواد لخوا نه یې د افغانستان دولت ته سپارل کېدل، د اړینو فني او تخینکي مهارتونو ترلاسه کولو په موخه، د ایران او ترکمنستان هېوادونو زده کړییزو برنامو ته د ادارې د ۳۹ کارکوونکو معرفي کول او له ګاونډیو هېوادونو څخه د تحصیلي بورسیو ترلاسه کول، په وروستي کال کې د دغې ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
د مسوولینو په وینا، د ډاډمنو او ښو خدمتونو وړاندې کولو، د انتقالاتو بهیر چټکتیا او په شفاف ډول عوایدو راټولو په موخه، په پرله پسې ډول د سیستمونو ډیجیټلي کولو هڅې پیل شوي دي.