د ملي پراختیا شرکت مسوولینو، نن شنبه (۲۶ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال، مولوي عبدالولي عادل وویل: د ۹۳ پروژو د تطبیق چارې چې بندونه، کانالونه او عامه ځایونه پکې شامل دي، دوام لري او تر دې دمه د ۸۳ پروژو چارې بشپړې شوي دي.
د دغه شرکت د مالي او اداري مرستیال په خبره، په وروستي یوه کال کې د ۷۲ پروژو چارې چې د سیاسي تحول له امله ځنډېدلې وې؛ بېرته پیل شوي او د ۱۰ ملي او زېربنایي پروژو د تطبیق چارې هم چټکې شوي دي.
ښاغلی عادل زیاتوي، د قوش تېپې کانال د لومړي فاز چارې، ۷۲ سلنه بشپړې شوي، اوسمهال ۴ زره ماشینري او ۷ زره کارکوونکي په کار بوخت دي او تر دې دمه؛ د کېندنې ۱۰۱ میلیون متر مکعب چارې بشپړې شوي دي.
د چارواکو په وینا، د قوش تېپې کانال پروژې په تطبیق سره به، ۵۸۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي او افغانستان به د کرنې برخه کې پر خپل ځان بسیا شي.
دغه راز د شرکت چارواکي وایي، د کمال خان بند مربوطاتو کې د افضل کلا او ترکو کانال د کیندنې چارو ۹۲ سلنه پرمختګ کړی او اوسمهال ۳۰۶ ماشینري او ۴ سوه کارکوونکي په یاده پروژه کې پر کار بوخت دي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، د قوش تېپې کانال د اول فاز د دویم لاټ کانکرېټ اچونه او ۱۰۸ کیلومتره واټن کیندنه، د نمک آب او توري بند د کانال د چارو بشپړېدل، د شفلوع او پلتوني بند د چارو پیل او د کمال خان بند د دویمې کاسې د امکان سنجونې مطالعه، د یاد شرکت تر کار لاندې پروژې دي.
دغه راز، په ولسوالیو او ولایتونو کې د ۵۴ مسجدونو، په بادغیس او کونړ کې د دوه جمنازیومونو، د زرقي محلولاتو فابریکې او د هرات پوهنتون د لیلیې ودانۍ د جوړولو د چارو پیل، د لاله ښارګوټي د چارو چټکتیا، په هوایي ډګر کې د سړخونې، د افغان ملي ماڼۍ او کابل کې د یوه کلینیک جوړول، د پلچرخي د درې پوړیزه زندان ودانۍ او د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ ترمیم، په ۱۴۰۲ کال کې د دغه شرکت له برنامو څخه دي.
د ملي پراختیا شرکت د یوه دولتي شرکت په توګه، د پراختیایي، ملي او زېربنایي پروژو او برنامو د موثر تطبیق، د ظرفیت جوړنې او هېواد د اقتصادي بنسټ د پیاوړتیا په موخه، په ۱۳۹۸ کال کې رامنځته شوی دی.