د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د هېواد له نومیالي لیکوال او څېړونکي استاد محمد اصف صمیم سره وکتل.
په دې ناسته کې محترم استاد محمد اصف صمیم د هېواد د روان وضعیت په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه او د فرهنګیانو ستونزې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
دغه راز یې د افغانستان په فرهنګي وضعیت خبرې وکړې او دې برخې ته یې د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له استاد صمیم څخه ادبیاتو ته د هغه دکړو خدمتونو ستاینه وکړه او ويې ویل، اسلامي امارت د ټولو لیکوالو، ادیبانو او څېړونکو قدر لري او د هېواد فرهنګي او کلتوري وضعیت ته به پاملرنه وشي.
نوموړي وویل، د افغانستان د ادب پراختیا او وده خورا مهمه ده او اسلامي امارت به د لیکوالو او شاعرانو د ستونزو حل ته ځانګړې توجه وکړي.