د قطر هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هېواد د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې په کندهار کې ترسره شوه، د قطر هیواد لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد د لا ډیروالي او په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د لا زياتو همکاریو ژمنه وشوه.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نیت او اخلاص مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د قطر په لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.
په دغه لیدنه کې د قطر هېواد د محترم امیر له پېرزوینې د ډک پيغام قدرداني وشوه او دغه هېواد دې ته وهڅول شو چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور په پیاړي کولو کې لا ډېر رول ولوبوي.