د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بامیانو لوا رئيس ارکان محترم قاري محمد موسی نصرت، محترم مولوي نورالدین او ورسره علماوو سره وکتل.
په دې کتنه کې قاري محمد موسی نصرت د یاد ولایت د امنیتي، ټولنیز او ښوونیز وضعیت، حکومتولۍ او د خلکو د ستونزو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ او د دې ولایت د خلکو د ستونزو حل ته د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
نوموړي همدارنګه د شهیدانو ورثې سره همکاري او ورته پاملرنه د ټولنې مهمې اړتیاوې وبللې او تعلیمي مسایلو او مواصلاتي لارو ته یې د مرکزي مقاماتو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادو ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، اسلامي امارت د خدای تعالی په مرسته او د مجاهدینو په زحمتونو، سرښندنو او قربانیو بریا ته ورسېده او د اسلامي امارت مسوولین په هره کچه خدمت او د ملت او مجاهدینو د ستونزو حل ته چمتو دي.