د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزیر ملا محمد عباس آخوند او د کاپیسا امنیه قوماندان مولوي ضیاء الحق سره جلا جلا وکتل.
په دې کتنه کې پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر د خپلو وروسیتو کړنو، پلانونو او پېښو ته د رسېدو لپاره د یاد وزارت د چمتوالي په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، شته امکاناتو ته په پام د پېښو پر مهال مرستې رسونې ته چمتووالی لري او له مرستندویه بنسټونو سره په خبرو بوخت دي، تر څو خپل امکانات ډېر کړي.
نوموړي وچکالي او د اوبو د سطحې کمښت جدي ننګونه وبلله چې له امله یې هېوادوالو ته ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي.
د ریاست الوزراء کفیل، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت څخه په مننې وویل، باید په کور دننه طبیعي پېښو ته په کتو د مرستو رسولو، د زیانمنېدونکو سیمو د پېژندنې او مخنیوي ظرفیتونه لوړ او په ټولو زیانمنو سیمو کې مرستندویه رضاکاران فعال شي.
همدا شان د کاپیسا امنیه قوماندان مولوي ضیاء الحق د یاد ولایت د شته حالت په اړه د ریاست الوزراء کفیل ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، په کاپيسا کې د پولیسو او پوځ د لیکو د پياوړتیا په موخه هڅې پیل شوي او له بشپړېدو سره به ښې پایلې ولري.
په دغو دواړو جلا کتنو کې راغلیو چارواکو د خپلو ادارو یو لړ وړاندېزونه د ریاست الوزراء له کفیل سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د یادو ادارو د ستونزو د حل او د هغوی وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړې.