د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان د علومو اکاډمۍ له مشرتابه پلاوي سره وکتل.
په پیل کې د علومو اکاډمي پلاوي د دغه بنسټ په مخینه تر معلوماتو ورکولو وروسته وویل، دغې ادارې په تېر یوه کال کې ښه پرمختګونه کړي. د اسلامي بانکدارۍ او ژباړې مرکزونو پر پرانیستلو سربېره یې ۳۴ علمي اثار چاپ کړي دي.
هغوی زیاته کړه، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د علمي غړو پر مټ ګڼ علمي سیمینارونه چمتو او د ملي ژبو د پياوړتیا په موخه یې هم هڅې روانې دي.
د ریاست الوزراء کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د علومو د پیاوړتیا او د څېړنو د ترسره کېدو په برخه کې د علومو اکاډمۍ ونډه اړینه وبلله او وې ویل، د علومو اکاډمۍ او پوهنتونونو علمي اهمیت ته په کتو به دغو دواړو برخو ته لاپراختیا ورکړل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د علومو اکاډمۍ د قانون په برخه کې د کارونو د چټکتیا ډاډ ورکړ.
همدارنګه په یوه بله ناسته کې د ریاست الورزاء کفیل، له جهادي شخصیت محترم مولوي محمد قلُ شریعتي سره وکتل.
ښاغلي شریعتي د خلکو د ستونزو د اورېدو په برخه کې د سیاسي معاونیت له هڅو څخه په مننې وویل، ولسونه ستونزې لري او د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت مشران ورته وخت ورکوي. نوموړي د بغلان ولایت د خلکو څو وړاندېزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.