د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل.
یادو مشرانو له سیاسي معاونیت څخه په ستاینې وویل، په بغلان کې مېشت ولسونه له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. دوی زیاته کړه، د بشپړ امنیت په تامین افغانان خوښ دي او په اقتصادي برخه کې اړتیا ده چې د حکومت مشران خپلې هڅې لا ډېرې کړي. د بغلان قومونه په هر ډول وضعیت کې د اسلامي امارت تر شا ولاړ دي.
د ریاست الوزراء کفیل وویل، د جهاد موخه د اسلامي حکومت جوړېدل و او اسلامي امارت د ملت په مټو او قربانیو دغې موخې ته رسیدلی او اوس اړتیا ده چې افغانان د حکومت په څنګ کې واوسي، څو اسلامي نظام ته زیان ونه رسېږي. اسلامي امارت د قومي مشرانو، مخورو او علماوو نېکو مشورو ته ارزښت ورکوي او ورته په تمه دی.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د افغانستان د آبادۍ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې کوي او ملت دې ډاډه اوسي چې په دغه برخه کې به هم پام وړ پرمختګونه وشي.