د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د پکتیکا او بغلان ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
یادو قومی مشرانو په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
ذکر شويو قومي مشرانو د خپلو ولایتونو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د پکتیکا او بغلان له قومي مشرانو څخه د مننې تر څنګ وویل، له مجاهدینو سره د ملت له همکارۍ او مرستې پرته د اسلامي امارت بریا ممکنه نده، خو ملت د سختیو او سرښندنو په تحمل سره دغه بریا ممکن کړه.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي امارت پالیسي ملت ته تکلیف رسول نه، بلکې د ملت غوښتنو او ستونزو ته پر وخت رسيدګي او د ملت خوشحالي ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د خپلو خبرو په پای کې يادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ذکر شوې ستونزې به یې اړوندو ادارو ته د حل په موخه واستوي.