د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د زابل له والي محترم مولوي قدرت الله ابوحمزه او د میدان وردګو له والي محترم قاري بختیار سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو والیانو د خپلو ولایتونو د اجتماعي، اقتصادي، امنیتي او د حکومتولۍ د وضعیت او د خلکو د ستونزو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته بشپړ معلومات ورکړل.
دوی وویل، خلک په ټول هیواد په ځانګړي ډول په زابل او میدان وردګ ولایتونو کې له سرتاسري امنیت راضي دي او د یادو ولایتونو ټول مسؤلین په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت په برخه کې لازیاتې هڅې کوي.
د ذکر شویو ولایتونو والیانو مواصلاتي لارې، ښوونه او روزنه، دیني مدرسې او برېښنا د زابل او میدان وردګو د اوسېدونکو اصلي غوښتنې وبللې او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د زابل او میدان وردګو له والیانو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، خلکو ته خدمت او د دوی ستونزو ته پر وخت رسیدګي د اسلامي امارت د ټولو مسؤلینو مسولیت دی، ترڅو د خلکو ستونزې واوري او د حل لپاره یې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت به د خپل توان په حدودو او په لاس کې شته امکاناتو ته په کتو سره د خلکو د ستونزو حل او د دوی د اړتیاؤ رفع کولو برخې ته بشپړه پاملرنه وکړي.