د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد وزارت له سرپرست محترم قاري دین محمد حنیف سره ولیدل.
په دې لیدنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د اقتصاد وزارت سرپرست خپل کاري راپور وړاندې او د راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات ورکړل.
ښاغلي حنیف وویل، د روان کال تر پایه یې د تلپاتې پراختیا، اقتصادي ثبات او بشري مرستو د تنظیم لپاره په خپل کاري پلان کې اساسي پروګرامونه ځای پرځای کړي چې په تطبیق سره به یې ښې پایلې ترلاسه شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، باید د ټولو ادارو تمرکز د هېواد د اقتصاد پر پیاوړتیا او د بنسټيزو پروژو پر تطبیق ورټول وي، ترڅو عامو خلکو ته یې ګټه ډېره وي.
محترم مولوي عبدالکبیر زياته کړه، اسلامي امارت د اقتصادي پیاوړتیا، د بنسټونو د رغاولو، له لوږې او فقر سره د مبارزې په ازمېښت کې قرار لري، چې باید ترې بریالی را ووځي.