د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فراه ولايت يو شمېر مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، محترم مولوي فقير احمد د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د سراسري امنيت په تامين او په افغانستان کې بيا د اسلامي نظام په ټينګښت يې خوښي وښوده.
نوموړي زياته کړه، افغان ملت او په ځانګړي ډول د فراه ولايت خلکو د هيواد د ازادۍ لپاره ډېرې هڅې او قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي همداراز وویل، د اسلامي نظام ټينګښت لپاره بايد ضوابطو ته پر روابطو لومړيتوب ورکړل شي او د هيواد د ابادۍ او هوساينې لپاره بايد ټول هڅه او ستونزو سره په تدبير مقابله وکړو.
مولوي فقير احمد د اسلامي امارت مسوولینو څخه وغوښتل، ترڅو د فراه ولايت ښوونې او روزنې او خلکو ته د کارموندنې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې مبارزې او د هيواد ازادۍ لپاره د فراه ولايت د خلکو زيار او قربانیو ستاينه وکړه وې ويل، د دې نظام ساتنه د ټولنې د هر فرد ديني او وجداني دنده ده.
نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت به د هيواد ابادۍ او د خلکو هوساينې لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز وويل، اسلامي امارت د يووالي او اتحاد ترلاسه کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.