د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پنجشېر جهادي مدرسې مهتمم محترم مولوي مسیح الله او د دې مدرسې یو شمېر استادانو او علماوو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو علماوو وویل، پنجشېر کې ځایي خلک د اسلامي امارت په واکمنېدو خوښ دي او دغلته د ځينو تشويشونو په اړه تبليغات د يو شمېر مغرضو کړيو کار دی.
هغوی زیاته کړه، هغه کسان چې له بهره د اسلامي امارت خلاف يا هم د پنجشېر د وضعیت په اړه ناوړه تبلیغات کوي، په ولس کې ځای نه لري او نور يې خلک په ناسمو تبلیغاتو باور نه کوي.
یادو علماوو دغه راز د پنجشېر یو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، پنجشېر ولایت د نورو ولایتونو په څېر د افغانستان یو ښکلی او زړه راښکوونکی ولایت دی، چې د اوسېدونکو لپاره یې د سهولتونو برابرول، د دولتي خدمتونو عرضه کول او د ستونزو راکمول د اسلامي امارت مسووليت دی.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې دغلته د جهادي مدرسې پر فعاليت خوښي وښوده او زیاته يې کړه، د پنجشیر د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.