د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د بلوڅ قومي شورا رهبرۍ او یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې، سردار غلام نبي بلوڅ او ډاکتر غلام سخي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې وې ویل، بلوڅ قوم د اسلامي امارت ملاتړ کوي او ورسره هر راز همکاريو ته چمتو دي. دوی همداراز د ياد قوم يو شمېر ستونزې او وړانديزونه هم شريک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د بلوڅ قومي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی څخه مننه وکړه وې ويل، بلوڅ قوم د تاريخ په اوږدو کې تل مېړانه ښودلې او اسلامي امارت کې د قوم، ژبې او سمت وېش نشته دی.
د ریاست الوزراء کفیل د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، د ولسونو په ملاتړ او همغږۍ د ستونزو حل ته ژمن يوو او د بلوڅ قوم د ستونزو حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.