د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزاء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت له یوشمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلیو علماوو او قومي مشرانو د اسلامي امارت له چاوراکو څخه په مننې وویل، خلک د مجاهدینو له نیکې رویې، نظم او پر وخت ستونزو ته له رسیدګۍ خوښ دي او موږ له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو یوو.
یادو مشرانو د پکتیکا د خلکو ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفیل سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر، د پکتیکا د خلکو ستاینه وکړه او وې ویل، د پکتیکا ولسونو په جهاد او د تاریخ په اوږدو کې په ازادۍ غوښتونکیو مبارزو کې فعاله ونډه اخیستې ده. هغه زیاته کړه، د ولسونو د قربانیو او مبارزو پایله په هېواد کې خپلواکي او د اسلامي نظام ټينګښت دی.
د ریاست الوزراء کفیل ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت اړونده مسوولین به د پکتیکا د ولسونو ستونزو ته رسیدګي وکړي.