د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د نادر پشتون واټ د خیرخواه مارکېټ معترضو دوکاندارانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د سیاسي او ولسي چارو ریاست رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني یادو دوکاندارانو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې عبدالامید او همایون لودین د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په دغه کتنه خوښي وښوده او د خیرخواه مارکېټ له زیانمنو شویو دوکاندارانو سره د مرستې په موخه یې د اسلامي امارت له لوري له یو خصوصي شرکت سره د سوداګریز کمپلکس د جوړولو تړون قدرداني وکړه.
یادو ویناوالو د اسلامي امارت د مسوولینو مننه وکړه چې تل یې له نږدې د خلکو ستونزې اورېدلي او همدارنګه یې په یاد کمپلکس کې د دوکانونو د قېمت، موقعیت او اندازو په برخو کې شته ستونزې د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس سره شریکې کړې.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئيس د خیرخواه مارکېټ معترضو دوکاندارانو څخه د شته ستونزو د شریکولو له امله مننه وکړه او وې ویل، دا زموږ مسوولیت دی چې د ملت ستونزې واورو او د امکان تر حده یې حل او له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړو.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، د اسلامي امارت مسوولین د ملت ګټو ته ارزښت ورکوي او د اورلګېدنې، زلزلې او نورو طبیعي افتونواو ستونزو پرمهال د امکاناتو په رڼا کې د زیانمنو شویو مرسته او لاسنیوی کوي.
هغه زیاته کړه، د تېر کال له زلزلې وروسته محترم رئیس الوزرا د وزارتونو د مقاماتو په کچه جوړې شوې کمېټې ته لارښوونه وکړه چې هم زلزله ځپلو ته بیړنۍ مرستې ورسوي، هم سیمه له نږدې وګوري او هم مستحقینو ته د مرستو رسولو چاروې تنظیم کړي.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس وویل، د خیرخوا مارکېټ له سوځېدلو وروسته له متضررو دوکاندارانو سره د مرستې په موخه اسلامي امارت دا غوره وبلله چې له یو شرکت سره د سوداګریز کمپلکس د جوړولو داسې تړون وکړي چې له ګټې پرته یوازې د شوي لګښت په بدل کې به متضررینو دوکاندارانو ته دوکانونه ورکوي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، د اسلامي امارت مسوولین به په یاد سوداګریز کمپلکس کې د قېمت، موقعیت او اندازې په برخوکې شته ستونزې د اداري کمېسیون او یا هم ځانګړي پلاوي له لوري په معقول ډول حل کړي.