د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غزني ولایت امنیه قومندان محترم مخدوم عالم او د هغه ولایت یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم مخدوم عالم د نورو په استازیتوب د نظم او امنیت د ټينګښت په موخه د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
د غزني امنیه قومندان په تېرو شلو کالو کې د بهرنیو اشغالګرو پر ضد د غزني دخلکو د سرښندنو او قربانیو یادونه وکړه او وې ویل، د دې ولایت خلک او مجاهدین د شغل د ایجاد، ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې د ځانګړې پاملرنې وړ دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غزني امنیه قومندان او مجاهدینوسره په کتنې د خوښي څرګندولو ترڅنګ د جهاد او اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې په لاره کې د غزني د خلکو سرښندنې وستایلې.
نوموړي زیاته کړه، افغانانو د جهاد په وخت کې خپله دیني او هیوادنۍ دنده ترسره کړه او اوس د اسلامي امارت وار دی چې خلکو او مجاهدینو ته د خدمت رسولو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي او اسلامي امارت به تر خپله وسه په ټولو برخو کې د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.