د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د لوګر له والي مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني سره وکتل.
په دې لیدنه کې د لوکر والي د هغه ولایت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په لوګر کې د ادارو تر منځ بشپړه همغږۍ شته او د خلکو د ستونزو د حل په موخه ګډې کاري کمېټې جوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، په لوګر کې د مرسته کوونکو بنسټونو په همکارۍ ګڼ شمېر ښوونځي رغاول شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د لوګر والي او ولایتي ادارې څخه په مننې وویل، د ولس او اسلامي امارت ترمنځ باید په هره کچه واټن له منځه لاړ شي او د مسوولانو دروازې د خلکو پر مخ پرانستې وي.
هغه، د لوګر ولایت د یو لړ ستونزو د حل په موخه د لوګر ولایت د وړاندیزونو د منظورۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه د روان کال په بودیجه کې به د انکشافي پروژو بهیر هم پیل شي.