د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت له مرستیال والي محترم مفتي صاحب محمد ادریس انور او د یاد ولایت له امنیه قومندان ملا عزیز الله عمر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پروان ولایت مسئولانو د هغه ولایت امنیتي وضعیت ډاډمن وباله او زیاته یې کړه، په دغه ولایت کې د خلکو په همکارۍ امنیت تامین دی.
د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادریس انور په یاد ولایت کې د سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه زیاته کړه، ادارو ته ورسپارل شوي کارونه پر وخت ترسره او کلک څار پرې کیږي.
نوموړي د پروان ولایت د روغتیايي او پراختیايي چارو اړوند وړاندېزونه د ریاست الوزراء مقام ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر، د پروان ولایت مسوولانو ته وویل، د دغه ولایت د اوسېدونکو د ستونزو بنسټیز حل لپاره دې هڅې وکړئ او مرکزي ادارې په دې برخه کې هر اړخېزې همکارۍ ته حاضرې دي.
نوموړي وویل، خلک باید له مسئولینو راضي وي او په وخت دې د هغوی ستونزو ته رسیدګي وشي.