د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له وزېر محترم ملا نورالله نوري سره وکتل.
په دې لیدنه کې محترم ملا نورالله نوري د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته خپل کاري راپور وړاندې کړ او ویې ویل، د هېواد په کچه د قومونو ګڼې ستونزې حل شوي، ولسونو سره له نېږدې همغږي رامنځته شوې او په لرې پرتو سیمو کې د خلکو غوښتنو ته د رسیدنې لپاره اړونده ادارې کار کوي.
هغه زیاته کړه، په هېواد کې د اقلیتونو له استازو سره په اړیکه کې دي او د مسائلو د حل لپاره یې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسئوولینو ته دنده ورکړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په لویه کچه هلې ځلې پیل شوې، څو د قومونو د ستونزو په اړه کره معلومات راټول او د حل په موخه یې د اسلامي امارت رهبرۍ ته حللارې وړاندېز کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په افغانستان کې ټول مېشت قومونه یو شان حقونه لري او له توپیر پرته به ورته رسیدګي کیږي. نوموړي زیاته کړه، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت دې د قومونو د انسجام او د هغوی د ستونزو د حل په موخه اوږد مهاله پلان جوړ کړي.