د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د خوست او پکتیا یو شمېر قومي مخورو، جهادي څېرو او ځوانانو سره جلا، جلا وکتل.
په دې کتنو کې، راغلو مشرانو د خلکو د یو شمېر ستونزو د حل له امله د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت هڅې وستایلې او یادونه یې وکړه، د ځوانانو په ګډون د ټولنې ټول اقشار د حکومت همکار او ملاتړي دي.
دغو مخورو او جهادي څېرو وویل، په علمي برخو کې افغان ځوانان غوره او حساب وړ ظرفیتونه لري او اسلامي امارت دې ترې اعظمي استفاده وکړي او زياته يې کړه، افغانان نور جګړه نه غواړي او شر اچونکې کړۍ نور په ملت کې ځای نه لري.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي نظام د خلکو په قربانيو او همکاريو رامنځته شوی او ساتل یې هم د ولسونو همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت موخه د اسلامي او ملي ګټو ساتل دي او دغو مشرانو ته یې په خطاب کې وویل: مخربو کړیو سره د مبارزې او د هغوی د ريښو وچولو لپاره د پخوا په څېر د اسلامي امارت ملاتړي او همکار واوسئ.