د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء كفيل او سياسي مرستیال د جهادي مدرسو له عمومي رئیس محترم شیخ عبدالواحد طارق سره ولیدل.
په دې لیدنه کې محترم شیخ عبدالواحد طارق وویل، روان کال په پنځو ولایتونو کې نوې جهادي مدرسې فعالې او طالبان یې جذب کړي دي.
ښاغلي طارق زیاته کړه، د دیني او اړوندو برخو د پوهانو تر نظر لاندې د جهادي مدرسو د عمومي ریاست د فعالیت او نصاب کړنلار، جوړه شوې او ژر به پلې شي.
هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې په جهادي مدرسو کې تر لوړې کچې زده کړو ته زمینه برابره کړي او د همدې موخې لپاره پر جامع او معیاري نصاب کار روان دی.
ښاغلي شیخ عبدالواحد طارق په هر ولایت کې د جهادي مدرسې د ودانۍ رغاولو طرحه د ریاست الوزراء له محترم کفیل سره شریکه کړه.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د جهادي مدرسو اهمیت ته په اشارې زیاته کړه، په کور دننه د معیاري دیني زده کړو مرکزونو فعالیت د وخت اړتیا ده او له همدې امله حکومت دغې برخې ته جدي پام لري.
محترم مولوي عدالکبیر وویل، د یادو دیني مدرسو نصاب ته دې د دیني موضوعاتو تر څنګ عصري علوم هم ورزیات شي، څو د جهادي مدرسو فارغان په ادارو کې کاري وړتیا ولري.
نوموړي وویل، جهادي مدرسې دې یوازې پر تدریس تکیه نه کوي، بلکې د اسلامي علومو په برخه کې دې څېړنو او د علومو پراختیا ته هم ځای ورکړي.