د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسی مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامی امارت د ځانګړو ځواکونو د کنډک له مجاهدینو او مسؤولینو سره وکتل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ناستې ګډونوالو ته وویل، که دالله تعالی بېساری نصرت، ستاسو او ستاسو په څېر د نورو مجاهدینو مېړانه او سرښندنه نه وای، نو له مجاهدینو سره په موجودو ظاهري اسبابو د ناټو او امریکا ماتول دچا فهم ته نه لوېدل. دا ستاسو اتلولي وه چې نړۍ مو حیرانه او جهاد مو د بریا درشل ته ورساوه.
نوموړي زیاته کړه، دا تاسو یاست چې نړۍ ته د ازادۍ درس ورکوئ او دنړۍ مظلومو ولسونو درڅخه د مبارزې الهام واخست.
هغه وویل اوس چې د جهاد دوه مهم هدفونه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او داسلامي نظام جوړښت وو ترسره شول، نو زموږ او ستاسو بل مهم او اساسي هدف د دې جوړ اسلامی نظام ساتنه ده ، داسلام دښمنان هيڅکله هم نه غواړی چې په افغانستان کې دې سوچه اسلامي نظام حاکم او دائم وي.
ورپسې د ځانګړو ځواکونو د کنډک په استازیتوب مولوي مجتبی د اسلامي امارت مشرانو، افغان ملت او ټولو اسلامی هېوادونو ته په افغانستان کې د اسلامی نظام د ټينګښت مبارکي ورکړه، هغه د اسلامي امارت مشرانو ته داډ ورکړ چې د دوی د هر حکم منلو ته چمتو دي.
نوموړی وویل لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدینو او استشهادیانو د اسلامي نظام د ټېنګښت لپاره قربانۍ ورکړې اوس د دې نظام د ساتنې لپاره له دې هم زیاتې قربانۍ ته چمتو دي.