د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محترم مولوي امیرخان متقي ويلي؛ ځینې هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه لري؛ خو په حقیقت کې اسلامي امارت د هغو هېوادونو د حکومتونو پر پرتله ډېر ټولګډونه دی.
محترم مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د امام ابوحنیفه په دوهیم ملي او نړیوال نندارتون کې کړې دي.
هغه ټینګار کړی، چې له بندیزونو سره – سره د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه دی.
محترم مولوي امیرخان متقی د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ انستیتیوت د فراغت په مراسمو کې ځوانانو ته په خطاب کې ویلي؛ د اسلامي امارت پر ضد لاریونونه پای ته رسېدلي او نړۍ ورسره د تعامل په فکر کې ده.
هغه څرګنده کړې: د فشار، جبر، د کدرونو د ايستلو، پر بانکي سيستم د فشار، تبليغاتو، لاريونونو او د بدناموونکیو دسيسو دوره نوره پای ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړې؛ ځینې هېوادونه او نړیوالې ټولنې، چې له اسلامي امارت سره یې منفي تعامل درلود اوس مثبت تعامل ته لیواله دي.
محترم مولوي امیر خان متقي همداراز د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیتې د لوړپوړي غړي د سفارت پرانستو له غوښتنې او له اسلامي امارت سره د تعامل له پیلولو هرکلی کړی دی.
محترم مولوي امیر خان متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د هیچا فرمایش نه مني او خپلې پرېکړې په مستقله توګه په خپله کوي.
هغه له ټولو هېوادونو او پانګوالو وغوښتل، چې د افغانستان حکومتولي او وضعیت له نږدې وڅېړي او د لویدیځو رسنیو له عینکو دې افغانستان ته نهګوري.