د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د ښوونکو د روزنې له یو شمېر استادانو او استازو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې مولوي محمد داوود محمدي د ښوونکو د روزنې د استادانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي امارت له مسوولینو غواړو چې د مسلکي انکشاف د طرحې تطبیق او د هیواد د ښوونکو روزنې د استادانو برخلیک ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت تصمیم او پریکړې ته درناوی لري، خو د هیواد په کچه د ښوونکو د سویې لوړولو غوښتونکي یوو. نوموړي څرګنده کړه، د دارالمعلمینینو استادان او علمي کادرونه د هیواد معنوي پانګه ده چې په ټوله کې د پوهنې د اهل اقتصادي وضعیت کمزوری او ضعیف دی.
یادو استادانو په خپلو خبرو کې وویل، بدبختانه په تېرو شلو کلونو کې د پوهنې برخې او د ښوونکو د ظرفیت لوړولو برخې ته هیڅ راز پاملرنه نه ده شوې، بناءً د اسلامي امارت له رهبري غواړو چې د دغو مرکزونو د استادانو او پرسونل معاشونه د نوې طرحې د تطبیق تر نیټې ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د افغانستان جوړول د ښوونې او روزنې د ارتقاء او انکشاف، د استادانو د ظرفیت لوړولو او باکفیته درسي نصاب په لرلو سره امکان لري چې اسلامي امارت د استادانو د ظرفیت لوړولو او تعلیمي نصاب د پیاوړتیا په برخه کې هیڅ راز هڅې نه سپموي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو او د نورو اړوندو علمي بنسټونو مسؤلینو ته توصیه شوې ترڅو هڅه وکړي چې د ښوونې او روزنې کیفیت لوړ شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د هیواد د ښوونکو د روزنې د لغوه کولو موضوع په مخکېنۍ اداره کې مطرح شوې وه او دا مهال په دې اړه هیڅ راز تصمیم نه دی نیول شوی، په دې اړه هر ډول تبلیغات بې بنسټه دي؛ سره له دې به د افغانستان اسلامي امارت د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې د دې ستونزې د حل او استخدام په برخه کې خپله هڅه وکړي.