د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ سخاء الله سعید سره وکتل.
په دې کتنه کې د هیواد د دارالمعلمینونو د استادانو او کارمندانو د ستونزو د حل او د مسلکي استادانو د طرحې د انکشاف، په ښوونځیو او دیني مدرسو کې د استادانو د کمبود ستونزو د حل، د ښوونیز نصاب د کیفیت دښه او موثره کولو او د لیرې ولسوالیو د استادانو د تنخواګانو د رسولو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وشو.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین وویل: موږ کوښښ کوو چې په نږدې وخت کې د افغانستان د دارالمعلمینونو د استادانو او کارمندانو او د لیرې ولسوالیو د استادانو د ستونزو د حل په برخه کې رسیدګي وشي.