د اداري کمېسيون غونډه مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د استخباراتو عمومي رياست، د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او لوړو زده کړو وزارت اړوند موضوعاتو او همداراز د داوودزي سوداګريز مرکز لپاره د بديل لارې جوړولو په تړاو د دې مرکز د مسؤولینو پر غوښتنې او په اجنډا کې پر شاملو نورو موضوعاتو بحث او هر اړخيز وارزول شول او په دې تړاو لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، د پوهنې؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ؛ او لوړو زده کړو وزارتونو او چاپيريال ساتنې ملي ادارې د اړوندو مسايلو د ارزونې په تړاو جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.