د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو د خلکو مختلفو اقشارو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې علماوو، مجاهدينو او متنفذينو ګډون درلود، هغوی د ښوونې او روزنې، روغتيايي کلينيکونو او د نښلوونکو لارو په څېر مسايلو او همداراز د اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې.
هغوی په وروستيو کلونو کې د دغو ولايتونو امنيتي وضعيت بېساری ښه وباله او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت د مجاهدينو هڅې وستايلې.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد، د اسلامي نظام د استقرار او د اسلامي نظام د ملاتړ په برخو کې د مجاهدينو، خلکو، علماوو او مشرانو قربانۍ وستايلې.
د دې کتنې په پای کې، مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی ستونزو او عريضو ته رسيدګي وکړه.