د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خيرخواه الکترونيکي کمپلکس د موټرو تمځي او د نادر پښتون جادې د اساسي ترميم پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي پخپلو خبرو کې وويل، له فتوحاتو او د اړوندو مسوولينو تر تاييد وروسته دغه پروژه پرانیستل شوه او کار يې پيل شو، چې د دې پروژې د کار تر پيل وروسته د دې کمپلکس په توګه موږ د څو لويو ملي پروژو شاهدان وو او د خوښۍ ځای دی، چې نن د دوه دېرش ميليون ډالرو په ارزښت د دې پروژې (خيرخواه مارکېټ) د لومړي فاز کار پرانيسته کوو.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د زېربناوو، ښاري نظم او پانګونې په برخو کې ښاريانو او خلکو ته لازمې اسانتياوې برابرېږي او ډاډ يې ورکړ، چې د افغانستان په ټولو نقطو کې سراسري امنيت تامين شوی او اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د هر ډول کورنيو او بهرنيو پانګونو ملاتړ کوي.