د اقتصاد وزارت مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته دولت حساب ورکولو پروګرام به لومړۍ ورځ؛ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د راپور د معلوماتو پر بنسټ، اقتصاد وزارت د هېواد په کچه د اقتصادي فعالیتونو د همغږۍ او انسجام دنده په غاړه لري، چې د پراختیایي اهدافو تحقق، کاري فرصتونو رامنځته کول، عامه هوساینه، دوامداره اقتصادي وده او بېوزلۍ له منځه وړل یې اساسي موخي جوړوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، محترم دوکتور عبدالطیف نظري وویل: په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ د تقویې او د ټولو سکټورونو د ودې په برخه کې نه ستړې کېدونکي هڅې کړي چې له نیکه مرغه موږ اوس په ټولو برخو کې د ښه پرمختګ شاهدان یو.
د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو د انسجام رییس، محترم مفتي عبدالسلام اشرفي وویل: په تېر یوه کال کې ۳۷۶ نوې غیر دولتي موسسې ثبت شوي، چې ۳۵۵ یې کورنۍ او ۲۱ نورې یې بهرنۍ موسسې دي. اوسمهال په ټولیز ډول ۲۳۹۳ غیر دولتي موسسې چې ۲۷۲ بهرنۍ او ۲۱۲۱ کورنۍ دي له اقتصاد وزارت سره ثبت او راجستر دي
ښاغلي اشرفي زیاته کړه، د موسسو د واحدې بودجې د معلوماتي سیستم له لارې، د یو میلیارد او ۶۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت، په بېلابېلو برخو کې د ۳۵۷۳ پروژو د تطبیق راپور اقتصاد وزارت ته ورکړل شوی چې له دې جملې څخه
د ښوونې او روزنې، کرنې، ټولنیز خوندیتوب، زېربنا او د پېښو پر وړاندې د مبارزې برخه کې ۲۲۳۳ پروژې بشپړې شوي او پاتې ۱۳۴۰ پروژې تر کار لاندې دي.
دغه راز د انجو ګانو د موثر فعالیت او د کړنو انسجام په موخه نوی طرزالعمل هم ترتیب شوی دی.
د مسئولینو په وینا، د هرات د غوریانو اوسپنې او غور ولایت د سربو او جستو کانونو د داوطلبو شرکتونو د ستونزو او شکایتونو څېړنه، د اقتصاد، کرنې، پوهنې، روغتیا، زېربنا او ټولنیز خوندیتوب برخه کې د اقتصادي لیدلوري جوړول، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي او پراختیایي لاسته راوړنو راپور ترتیبول، په هېواد کې د داخلي تولید د اقتصادي طرحې چمتو کېدل، د غوړیو تولید د وضعیت په اړه اقتصادي تحلیل تر سره کول او د ۵۴ دولتي شرکتونو تشکیلاتي او مالي پلانونه ارزول او د بنسټیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره یې اړینې پرېکړې کول، په تېر یوه کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
مسئولین زیاتوي، د وزارت رهبرۍ د بهرنۍ پانګې د جذبولو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه، ازبیکستان، ترکمنستان، ایران، قطر او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي.
همدارانګه د وزارت مسئولینو د سیمې او نړۍ له بېلابېلو اقتصادي سازمانونو سره په مجازي او انلاین ناستو کې برخه اخیستې ده.
دغه راز د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او پانګې جذبولو په موخه د چین، جاپان، ترکیې، روسیې، ترکمنستان، ازبیکستان، ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو او هالند هېوادونو د خصوصي سکتور استازو سره رسمي لیدنې شوي دي.
مسئولینو وویل، چې د ۱۴۰۱ کال د سوداګرۍ او پانګونې وضعیت اقتصادي تحلیل، د دولت د مالي وضعیت او د پیسو سیستم تحلیل، د دولتي شرکتونو تحلیل، کرنې، روغتیا او ټولنیز خونديتوب سکتورونو اقتصادي تحلیل، په تېرو لس کلونو کې د اریانا افغان شرکت د مالي او اقتصادي وضعیت تحلیل، په تېرو پنځه کلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت د مالي او اقتصادي وضعیت تحلیل، په هېواد کې د غوړیو تولید د ملاتړ لپاره، د پالېسۍ پلان چمتو کول، د کار د اقتصادي لیدلوري جوړول، او د غیر دولتي موسسو لپاره د ثبت او راجستر برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، په ۱۴۰۲ کال کې د اقتصاد وزارت له عمده پلانونو څخه دي.