د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال د هېواد په کچه د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ لپاره، ۳۴ جرګې جوړې شوي چې زرګونه قومي مشرانو، علماوو او مخورو پکې ګډون کړی وو، دغه راز د جرګو او مرکو له لارې ۱۳۰ لویې او ۳۰۰ وړې شخړې حل شوي دي.
د وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د نورستان، سمنګان، پنجشېر، کندهار، کاپیسا او ډایکندي ولایتونو پروفایلونه ترتیب او څېړل شوي او د اړوندو ولسوالیو ۳۶ نقشې ترسیم شوي دي. دغه راز د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، سرحدونو خوندیتوب او سرحدي سرغړونو د پلټنې او کشف په موخه، له ګاونډیو هېوادونو سره ټول سرحدونه او د ډیورنډ فرضي کرښه، بررسي او پلټل شوي دي.
د وزارت مسئولینو زیاته کړه، وروستي یوه کال کې د وزارت اړوند تعلیمي مرکزونو ته ۱۰۳۹ نوي زده کوونکي جذب شوي او ۶۶۴ زده کوونکو د لېسې دورې زده کړې پای ته رسولي دي.
بغلان ولایت کې د کوچیانواړوند روغتیایي کلینکونو ته د ۵۶ قلمه درملو لېږد، د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د ۲۰ روغتیایي مرکزونو د چارو پیلول، هالنډ کمېټې په همکارۍ، اته ولایتونو کې څارویو ته د ۸۷۰۰۰۰ دوزه واکسین تطبیق، ۱۰۰۰ کورنیو ته د څارویو خوراکي توکو وېش او د کوچیانو سرخېلانو ته په وترنرۍ او روغتیایي برخو کې ښوونیز ورکشاپونو جوړول؛ د کوچیانو چارو سمون برخه کې د وزارت له فعالیتونو څخه دي.
د اطلاع رسونې او عامه پوهاوی برخه کې ۸۰۰۰ ټوکه جرګه او ۶۰۰۰ ټوګه هموطن مجلې چاپ او پرخلکو وړیا وېشل شوي دي. دغه راز د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ۲۳ پلان شوي او ۵ غیرپلاني پروګرامونه په لار اچول شوې دي.