د ملي پراختیا شرکت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د شرکت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ملي پراختیا شرکت مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: تېر کال کې د هېواد په کچه، بېلا بېلو برخو کې په ټولیز ډول ۸۹ پروژې بشپړې او خپلو مالکینو ته سپارل شوي، چې جوماتونه، د فاتحې اخیستلو صالونونه، ورزشي جمنازیومونه، پوهنتونونو لپاره لیلیې، ښوونځیو لپاره کمپیوټر لبونه، کرونا ناروغۍ روغتونونه او د تخار ولایت نمک آب کانال پکې شامل دي.
د شرکت مسئولینو زیاته کړه، د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ ډبرو سکارو کاني حوزې د استخراج لپاره د لومړنیو ودانیزو چارو پیل او په میدان وردګو ولایت کې د بلخاب کاني حوزې د ډبرو سکارو پروسس او بسته بندۍ مارکېټ جوړولو د چارو پیل، د قوش تېپې کانال او کمال خان بند کانالونو د کیندلو چارو دوام، په تېر کال کې د ملي پراختیا شرکت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
دغه راز د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د غاصبینو له منګولو د شاوخوا ۲۶۷ جریبه ځمکې او ۱۶۱ دُکانونو خلاصول، د غوري او جبل السراج سمنټو فابریکو د سمنټو تولید او کیفیت لوړولو ترڅنګ، د دې فابریکو شاخوا ځمکو باندې د بڼونو جوړل، په وروستي یوه کال کې د شرکت له نورو فعالیتونو څخه دي.
همدارنګه، د قوش تېپې کانال د لومړي فاز، د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو او د تورې بند د چارو بشپړولو په ګډون؛ د هېواد په کچه د ۲۱ پروژو چارې پر مخ وړل، د ۱۴۰۲ کال لپاره د ملي پراختیا شرکت له عمده پلانونو څخه دي.